|
قانون
قانون
د قانون كلمه د يوناني لغت د(canon) څخه اخیستل شوې چې د قاعدې په معنا استعمال شوې ده. د روم په حقوقي اصطلاح كې د قانون پر ځائ (Lex) او وروسته د فرانسی په حقوقي اصطلاحاتو كې چې د وييلو په معنا دى. تفسير كړی وو.يعنى Lex او Lio عبارت د هغه مقررې نه دې چې كتبي وي او وييلى كيږي دا اصطلاح معمولا د عرف او عاداتو په مقابل كى کارول کیده. په پخواني روم كى عرف د حقونو يواځينۍ منبع پيژندل كيده ،مګر د هغى لایحى چى په يوه برنجي كنل شوى ټوټى باندى په دولسمه قاعده (۴۵۰م) دLex اصطلاح يا قانون د روميانو حقوقي قاموس كى داخل شو.پدى قانون كى داسى ذكر شوي وو. غلا كوونكى د غلا كيدونكي په ګټه د زيان په وركولو مجبور دي.ولې بيا هم دا اصطلاح په خپلې اصلي معنا سره په هغه وخت كى نه کارول کیده.تردې چې د روم د امپراتورۍ په دوو دورو كې دوه قسمه قانون منځ ته راغې. يو دLeges په نوم چى د اعيانو د مجلس له خوا وضع كيدل او بل قانون د Plebs په نوم چې عبارت دی د دارالعلوم د ارادو څخه وو.چې د هغې د تطبيق ساحه یواځې په عوامه طبقه باندې وه پداسې حال كى چى Leges په ټولو خلكو او د روم اوسيدونكو باندې تطبيقيده.
د ليکنې ادامه قال رسول الله(ص) :: مــن عــــرف نـفـســـه فــقـــــد عـــــرف ربــــه :: الحدیث
اسلامی معلومات
سوال:- په قرآن کریم کی د ژمی او دوبی یادونه څو ځله شوی ده؟ جواب:- یو ځل. سوال:- په کومه سوره کښی؟ جواب:- د قریش په سورة کی. سوال:- «عبس وتولی» دکوم صحابی په هکله نازل شوی دی؟ جواب:- د عبدالله بن ام مکتوم په هکله. سوال:- هغه شپه چی عبادت پکی د زر میاشتو برابر دی کومه ده؟ جواب:- هغه دقدر شپه ده. سوال:- دقرآن دتلاوت په وخت کی زمونږ وظیفه څه ده؟ جواب:- غوږ نیول او سکوت کول. سوال:- دکوم ښار لقب ام القری دی؟ جواب:- د مکی مکرمی . سوال:- د حضرت محمد «ص» ترټولو لویه معجزه کومه ده؟ جواب:- قرآن مجید. سوال:- د قرآن مجید آخرین صورة څه نوم لری؟ جواب:- سورة « الناس» سوال:- لمړنی آیة چی نازل شو کوم آیة دی؟ جواب:- «اقرأ باسم ربک الذی خلق» د «علق» سورة. سوال:- د نه ویشتمی سیپاری لمړنی سورة کوم دی؟ جواب:- د «الملک» سورة دی. سوال:- د نه ویشتمی سیپاری آخری سورة کوم دی؟ جواب:- د «المرسلات» سورة دی. سوال:- په قرآن مجید کی ترټولو لوی سورة کوم دی؟ جواب:- د «بقره» سورة دی. سوال:- په قرآن مجید کی ترټولو کوچنی سورة کوم دی؟ جواب:- د «کوثر» سورة دی. سوال:- کوم سورة د دوو میوو په نومونو پیل شوی دی؟ جواب:- د «تین» سورة چی د انځر او زیتون په نومونو پیل شوی دی. سوال:- کوم سورة د دوو پیغمبرانو په نومونو ختم شوی دی؟ جواب:- د «اعلی» سورة چی د ابراهیم (ع) او موسی (ع) په نومونو ختم شوی دی. سوال:- «آیة الکرسی» په کوم سورة کښی واقع دی؟ جواب:- په «بقره» سورة کښی. سوال:- د قران د دیرشم جزء لمړنی سورة کوم دی؟ جواب:- د «البناء» سورة دی. سوال:- قرآن مجید څو سیپاری لری؟ جواب:- قرآن مجید دیرش سیپاری لری. سوال:-هغه سورة چی فضیلت یی د ټول قرآن یوه څلرمه دی کوم دی؟ جواب:- هغه د «الکافرون» سورة دی. سوال:- هغه سورة چی فضیلت یی دټول قرآن یوه دریمه دی کوم دی؟ جواب:- هغه د «اخلاص» (قل هوالله احد) سورة دی. سوال:- دقرآن ترټولو اوږد آیة کوم دی؟ جواب:- د «الدین» (282) آیة د «بقره» په سورة کی. سوال:- جنت څو دروازی لری؟ جواب:- جنت (8) دروازی لری. سوال:- هغه څلور سوالونه چی دانسان نه دقیامت په ورځ کیږی کوم دی؟ جواب:- 1- دعمر چه چیری دی تیرکړی دی 2- دعلم چی څومره عمل دی پری کړی دی 3- د مال چه دکوم ځایه دی لاس ته راوړی دی 4- او دجسم او بدن چی په کوم کار دی مصروف کړی دی. سوال:- په «مسجدالنبی» کښی لمونځ څومره ثواب لری؟ جواب:- د نورو مسجدونو (1000) برابره ثواب لری. سوال:- کوم سورة دلوستونکی لپاره شفاعت کوی؟ جواب:- د «ملک» سورة. سوال:- د عبدالمطلب وروسته چا د رسول الله (ص) پالنه کوله؟ جواب:- د هغه کاکا (ابوطالب). سوال:- لمړنی کلمه چی حضرت جبرئیل(ع) و حضرت محمد(ص) ته ذکر کړل کومه وه؟ جواب:- «اقرأ» یعنی ولوله. سوال:- حضرت محمد(ص) څه جواب ورکړ؟ جواب:- هغه وویل: زه لوستونکی نه یم. سوال:- تر ټولو مهمه پیښه چی د «فیل» په کال وشوه کومه وه؟ جواب:- د حضرت محمد (ص) زیږیدل. سوال:- د مسلمانانو لمړنی مهاجرت کومی منطقی ته وو؟ جواب:- حبشی ته . سوال:- پیغمبر ص له هجرت وروسته څو ځله حج آداء کړ؟ جواب:- فقط یو ځل. سوال:- دهغی غاری نوم څه وو چی پیغمبر ص دهجرت مخکی هلته پناه وړی وه؟ جواب:- د «ثور» غاره . سوال:- حضرت جبرئیل د یوه کال په اوږدو کی څو ځله د پیغمبر ص سره د قرآن مرور کوَی؟ جواب:- په هرکال کی یو ځل د روژی مبارکی په میاشتی کی. خو د پیغمبر ص د وفات په کال یی دوه ځله مرور وکړ. سوال:- «حجة الوداع» په کوم کال وو؟ جواب:- د هجرت لسم کال. سوال:- د «ابوهریره «رض» نوم څه وو؟ جواب:- عبدالرحمن بن صخر الدوسی. سوال:- «صدیق» د چا لقب دی؟ جواب:- د حضرت ابوبکر (رض) لقب دی. سوال:- «ترجمان القرآن» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عبدالله بن عباس (رض). سوال:- «غسیل ملائکه» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت حنظله بن ابی عامر (رض). سوال:- «امین امة» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت ابوعبیده عامر بن الجراح (رض). سوال:- «مؤذن رسول الله» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت بلال بن رباح (رض) . سوال:- «حواری الرسول» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت زبیر بن العوام (رض) سوال:- «ذی الجناحین) د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت حعفر بن ابی طالب- جعفر طیار (رض). سوال:- «ذی النورین» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عثمان بن عفان (رض) . سوال:- «سیف الله المسلول» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت خالد بن ولید (رض) . سوال:- «فاروق» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عمر بن الخطاب (رض) . سوال:- ملائکو دکوم صحابی څخه حیا کوله؟ جواب:- دحضرت عثمان بن عفان (رض) څخه. سوال:- خندق د کوم صحابی په مشوره جوړ شو؟ جواب:- د حضرت سلمان فارسی (رض). سوال:- لمړنی شخص چی مسلمان شو څوک وو؟ جواب:- حضرت ابوبکر الصدیق (رض). سوال:- لمړنی ښځه چی مسلمانه شوه څوک وه؟ جواب:- بی بی خدیجة الکبری (رض عنها) سوال:- د حضرت محمد (ص) لمړنی ښځه څوک وه؟ جواب :- بی بی خدیجه بنت خویلد. سوال:- حضرت حمزه (رض) په کومه غزا کی شهید شو؟ جواب:- د احد په غزا کی. سوال:- د بدن زکات څه شئ دی؟ جواب:- روژه نیول دی. سوال:- د «فجر» په سورة کی د «لیال عشر» نه څه منظور دی؟ جواب:- د «ذی الحجی» دمیاشتی (10) لمړنی شپی دی. سوال:- هغه دری نفسونه چی ذکر یی په قرآن کی راغلی دی کوم دی؟ جواب:- اماره نفس- لوامه نفس- مطمئنه نفس. سوال:- په قرآن مجید کښی د «الله» لفظ څو ځله ذکر شوی دی؟ جواب:- (980) ځله . سوال:- کوم پیغمبر د خدای (ج) په امر بیله پلاره له مور نه پیداشو؟ جواب:- حضرت عیسی (ع) بن مریم . سوال:- کوم پیغمبر د خدای (ج) په امر بیله پلار او مور نه پیدا شو؟ جواب:- حضرت آدم (ع). سوال:- نبیان او رسولان څو دی؟ جواب:- (124000) یو سل او څلرویشت زره زیات او کم نبیان دی، چی په هغوی کی بیا (313) بیا رسولان هم دی. سوال:- د حضرت محمد (ص) د سورلی نوم څه وو؟ جواب:- یعفور « عفیر». سوال:- د حضرت محمد (ص) د آسونو نومونه څه وه؟ جواب:- السکب، ملاح، المرتجز، اللحیف، الظرب، العزاز و الورد. سوال:- د حضرت محمد (ص) دهغی سورلی نوم څه وو چی دمعراج په شپه ورباندی سپور شو؟ جواب:- براق سوال:- د بدر په غزا کی تر ټولو وړوکی شهید څوک وو؟ جواب:- «عمیر بن ابی وقاص» چی 16 کلن وو. سوال:- پر هر مسلمان په یوه شپه او ورځ کی څو لمنځونه فرض دی؟ جواب:- پنځه لمونځونه. 1 سهار 2 ماسپښین 3 ماځیگر 4 ماښام 5 ماخستن. سوال:- د سهار لمونځ څو رکعته فرض دی؟ جواب:- دوه رکعته فرض دی. سوال:- د کعبی شریفی لوړوالی څومره دی؟ جواب:- (15) متره. سوال:- بیت الخلا ته د ننوتلو دعاء کومه ده؟ جواب:- بسم الله، اللهم انی اعوذبک من الخبث والخبائث. سوال:- د بیت الخلا نه د وتلو دعاء کومه ده؟ جواب:- غفرانک الحمدلله الذی اذهب عنی الاذی و عافانی. سوال:- د کومی عمری ثواب د حج برابر دی؟ جواب:- هغه عمره چی د روژی په میاشتی کی آداء شی. سوال:- هغه مسجد چی دوی قبلی لری چیری دی؟ جواب:- مدینه منوره. سوال:- د دوزخ د دروازه وان نوم څه دی؟ جواب:- مالک. سوال:- د جنت د خزانه دار نوم څه دی؟ جواب:- رضوان دی . سوال:- هغی دوی کلمی چی په ژبه سپکی او په ترازو درنی دی کومی دی؟ جواب:- سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظیم. سوال:-د قیامت په ورځ څوک د دوزخ په اور کیزه کوی؟ جواب:- هغه څوک چی خپل علم پټوی. سوال:- حضرت نوح (ع) څو کاله خپل قوم د الله ج طرف ته راوباله؟ جواب:- (950) سال . سوال:- د فریقا په لویی وچی کی تر ټولو لوی مسجد چیری دی؟ جواب:- په کوناکری. سوال:- دیوه شبانه روز دفرض رکعتونو شمیر څو دی؟ جواب:- (17) رکعته دی. سوال:- په قرآن کی ترټولو زیات د کوم پیغمبر یادونه شوی ده؟ جواب:- حضرت موسی (ع) سوال:- په قرآن کریم کی ترټولو لوی سورة کوم دی؟ جواب:- د «بقره » سورة دی. سوال:- پر منافقانو باندی کوم لمنځ سخت وو؟ جواب:- د سهار او دماخستن لمونځ. سوال:- د مسلمانانو دلښکر مشر «اسامه بن زید» دمشرتابه په وخت کی څو کلن وو؟ جواب:- (17) کلن وو. سوال:- حضرت آدم (ع) په کومه ورځ جنت ته داخل شو؟ جواب:- د جمعی په روځ. سوال:- که چیری مونږ ته کوم مشکل پیښ شی کومه دعا ووایو؟ جواب:- اللهم لا سهل الا ما جعلته سهلاَ و انت اذا شئت جعلت الحزن سهلاً. سوال:- دمدینی خلکوته د پیغمبر ص په وخت کی څه ویل کیدل؟ جواب:- انصار سوال:- «خلفای راشدین» کوم خلک دی؟ جواب:- حضرات هر یو ابوبکر- عمر- عثمان- او علی رضی الله عنهم. سوال:- دهغه سړی نوم څه وو چی د خدای (ج) د کور د نړولو قصد یی کړی وو؟ جواب:- ابرهه حبشی. سوال:- دهغه دوو قبیلو نومونه څه وه چی د رسول الله ص په وخت کی په مدینی کی ژوند کاوه؟ جواب:- اوس او خزرج. سوال:- مسجد الاقصی«بیت المقدس» چیری واقع دی؟ جواب:- په فلسطین کی. سوال:- مسجد الحرام چیری واقع دی؟ جواب:- په مکة المکرمه کی. سوال:- معوذتین و کومو سورتونو ته ویل کیږی؟ جواب:- سورة الفلق او سورة الناس. سوال:- د اوداسه فرضونه څو او کوم دی؟ جواب:- په اوداسه کی څلور فرضونه دی. 1- د مخ پریمنځل 2- د لاسونو پریمنځل تر څنګلو 3- د سر مسحه 4- د پښو پریمنځل تر بیجلکو پوری. سوال:- هغه دری مسجدونه چی دیدن یی ثواب لری کوم دی؟ جواب:- مسجدالحرام ، مسجد النبی و مسجدالاقصی. سوال:- د مسلمانانو لمړنی قبله کومه ده؟ جواب:- مسجد الاقصی. سوال:- حضرت عمر فاروق رض چا په شهادت ورسولو؟ جواب:- ابو لولوء مجوسی. سوال:- مکه مکرمه په کومه میاشت فتحه شوه؟ جواب:- د روژی (رمضان) په میاشت کی. سوال:- د خندق دجنگ بل نوم څه وو؟ جواب:- د احزاب جنګ . سوال:- رسول الله ص چی به کله نوی میاشت ولیده کومه دعا به یی کوله؟ جواب:- «هلال خیر و رشد امنت بالله الذی خلقک». سوال:- دهغه پیغمبر نوم څه وو چی الله (ج) یی د قربانی کیدو د مخ نوی لپاره د جنت پسه را واستوی؟ جواب:- حضرت اسماعیل (ع). سوال:- قیامت په کومه ورځ پیښیږی؟ جواب:- د جمعی په ورځ. سوال:- دمهاجرینو لمړنی کوچنی چی په مدینی کی د هجرت وروسته دنیا ته راغی څوک وو؟ جواب:- عبدالله بن زبیر «رض». سوال:- په اسلام کی لمړنی قاضی څوک وو؟ جواب:- حضرت عمر بن الخطاب «رض». سوال:- د رسول الله (ص) د هغی ښځی نوم څه وو چی ابراهیم ځنی پیدا شوی دی؟ جواب:- ماریه قبطیه .
د ليکنې ادامه داسلام لنډه پيږندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العالمين، والصلاة والسلام على إمام المرسلين نبينا محمد وعلى آله وأصخابه أجمعين. أمّا بعد: دإسلام معنى داده چې په كلكه كواهي كول چې دالله تعالى څخه پرته بل هيڅوك په حقه دعبادت لايق نشته، او محمد صلى الله عليه وسلم- دالله تعالى استاذی او پيغمبر دی. داسې كواهي چې په زړه باور او تصديق، په ژبه إقرار، او په أندامونو ددې كواهي په مقتضى عمل وكړي. دإسلام دغه معنى دإيمان په شپږو أركانوا باندې باور، او د إسلام په پنځه أركانو باندې عمل، او په دغه أركانو كښې دإحسان په كولو سره سرته رسيږي. *إسلام دالله (جل جلاله) هغه آخري دين دی كوم چې ئې په خپل آخري ييغمبر محمد ص باندې راليږلی دی. *إسلام هغه سپيڅلی دين دی چې الله (جل جلاله) پرته لدي له هيڅ چا څخه بل دين نه قبلوي، او الله (جل جلاله) دا سپيڅلې دين ډير آسان ګرځولی دی هيڅ سختيا او مشقت پکې نه شته، الله (جل جلاله) ددي دين په منونكو (مسلمانانو) هغه څه نه دي واجب كړي چې دوی ئې توان نه لري. *إسلام هغه دين دی چې بنياد ئې دالله (جل جلاله) په وحدانيت (يووالي) ايښودل شوی دی، ښكاره نښه او شعار ئي رشتيا ويل دي، دار ومدار ئې په عدل او انصاف دی، په حق ولاړ دی، او روح ئې نرمي او مهرباني ده. *إسلام هغه مقدس لوی دين دی چې خلكو ته دهغې كارونو لارښوونه كوي چې د دوی ددنيا او آخرت كټه ورپكې وي، او دهغه كارونو نه ئې ډاروي او ويروي چې ددوي دين او دنيا ته زيان رسوي. *إسلام هغه دين دی چې پدي سره الله (جل جلاله) دخلكو خراب عقائد او اخلاق اصلاح كړل، او هم ئې ورله ددنيا او آخرت زندګي برابره كړه، او پدې إسلام سره ئې هغه بدبينه او جلا جلا زړونو او بيلو بيلو خواهشاتو تر مينځ جوړښت او يووالی راوست، او د باطل دتيارو نه ئې خلاص كړل، حق طرف ته ئې بلنه وركړه، او سمې ليارې ته ئې برابر كړل. *إسلام هغه مضبوط دين دې چې په خپلو ټولو أخبارو أو أحكامو كې نهايت رښتونی او محكم دی ، په څه چې ئې خبر وركړی دی هغه ټول رښتيا او حق دي، فيصلې ئې په عدل او إنصاف كړی دي، خوا دغه خبر وركول يا فيصلې كول په صحېح عقائدو پورې اړه لري، يا په نيكو أعمالو پورې، يا په ښايسته أخلاقو پورې، اويا په لوړو آدابو پورې اړه لري. --------------------------------------------------------------------------------
*دإسلام دپيغام هدف دلاندنيو أمورو عملي كول دي: 1- خلكو باندې دهغوی خپل ربج (پرورش كونكي) او خالق (پيداكونكي) پيږندل، چې دالله (جل جلاله) هغه ښايسته نمونه وپيږني چې هغې كې ورسره همنامی نه شته، او دهغه لوړ او اوچت صفتونه وپيږني چې هغې كې ورسره بل مقابل نه شته، او دهغه هغه دحكمت نه ډك كارونه وپيږني چې په هغې كې ورسره شريك او برخه دار نه شته، او دا وپيږني چې يواځي همدغه الله (جل جلاله) دعبادت مستحق دی چې په عبادت كې بل انډول نه لري.
2-خلكو ته يواځې ديو الله (جل جلاله) چې بل برخه دار نه لري- دعبادت بلنه وركول، دهغه څه په پوره كولو او عملي كولو سره چې الله (جل جلاله) په خپل كتاب، او دپيغمبر ص په سنتو كې ددوی لپاره دين ګرځولی دی، خوا هغه په نيكو كارونو باندې امر كول وي، او يا د بدو كارونو څخه منع كول وي، په كوم كېچې ددوي ددنيا او آخرت نيكبختي او كاميابي وي. 3-خلكو ته ددوي دمرګ څخه ورسته ددوی دحال او ځای دورتګ يادونه كول، او دهغه څه يادونه كول چې دوی ورسره په خپلو قبرونو كې، او دقبرونو څخه دپورته كيدو په وخت كې، او دحساب په وخت كې مخامخ كيږي، او ددوی دورتګ دځای په باره كې يادونه وركول چې ددوی دخپلو عملونو مطابق يا به جنت وي او يابه د دوزخ اور وي ، كه عملونه ئې ښه وي جزاء او بدله به ئې ښه وي، او كه عملونه ئې بد وي نو جزاء او بدله به ئې بده وي. د ادامې د پاره په لاندې تڼۍ باندی کلک کړۍ. د ليکنې ادامه شریعت څه ته وایی ؟
شرېعت څه شې ده ؟ نوې نړې او زموږ د مذهبې معقولېت او منقولېت جګړه دشرعې احکامو په اړه د اسلام له پېل کښې څخه دوې ډلې منځ ته راغلې دې . د ېوې ډلې په اند شرعې احکام محض تعبدې احکام دې پدې کښې هېڅ راز ،حکمت او مصلحت ندې نغښتې . دوې انګېرې چې دشرابو استعمال فسق او فجور ځکه ناوړه عملونه دې چې شرعت ممنوع ګرځولې دې . او دا رنګه خېرات او زکوات ځکه مستحسن کړه دې چې شارع ددې تاکېد کړې دې . لدې پرته دا اعمال بنفسه غوره او ناوړه ندې . د امام شافعې رح رجحان دې لورې ته لېدل کېږې ددې فقې دعلم کلام بانې ابوالحسن اشعرې دعلم کلام بنېاد پردې اساس اېښې دې . (علم کلام هغه علم دې چې د مسلمانانو مفکرېنو له لورې د ېونانې فلسفو او علم منطق له ژورو څېړنو وروسته اېجاد او مرتب شوې دې . چې بنېادې مقصد ېې هم اسلامې عقاېدو ته عقلې استدلالونه پېداکول دې . له ېو لورې که دا دمسلمانو مفکرېنو لوېه کارنامه بلل کېږې له بل لورې مغربې مفکرېن دا د مسلمانانو له ساېنس او عصرې علومو نه دلرې پاتېکېدلو سبب بولې . ددوې په فکر مسلمانانو ېونانې علوم پر خپل نهج څېړلو ته ندې پرې اېښې ، بلکه پدې علومو کښې ېواځې ددې لپاره مداخلت شوې دې چې خپلو مذاهبو ته ترې استدلالونه پېداکړې او مغرب ځکه د جدېدو علومو په ډګر کښې برېاوې ترلاسه کړې چې دوې دې عملې مېراث ته پر خپل اصلې نهج او بڼه وده ورکړه .) د بلې ډلې مذهب دادې چې د شرېعت ټول احکام پر مصالحو مبنې دې خو ځېنې مسلې داسې هم شته دې چې د هغو مصلحت عامه وګړو ته نه معلومېږې ولې په حقېقت کښې ېو شرعې حکم هم له حکمته خالې نوې . د بېلګې په ډول د لمانځه مصلحت الله تعالې پخپله ښودلې دې (( تنهې عن الفحشا والمنکر)) د روژې په هکله فرماېې (( لعلکم تتقون )) د جهاد د مصلحت په اړه فرماېې (( حتې لاتکون فتنه )) دا ډول د قصاص په اړه فرماېې چې پدې کښې ستاسې دحېات تضمېن کېږې . د امام اعظم ابوحنېفه رح همدا مسلک دې . دحنفې فقې اصول ټولو پر عقلې اصولو برابر دې امام طحاوې پر دې بحث باندې د شرح معانې الاثار په نامه مشهور کتاب لېکلې دې . امام محمد رح هم په کتاب الحج کښې زېاتره مسلې په عقلې دلاېلو ثابتې کړې دې . علامه ابن قېم د اسلام اساس انساسې فلاح او ښېګړه بللې ده او مصالح العباد ېې د اسلامې نهاېې او اخېرنې مقصد ګرزولې دې فرماېې : ژباړه ـ د شرېعت اساسې دارومدار پر حکمتونو او ددېن او دنېا پر مصلحتونو استوار دې . (اسلام) ټول عدل ، رحمت ، حکمت ، او مصلحت دې . هر هغه مسله چې له عدل څخه و ظلم ، له رحمت څخه و زحمت ، له مصلحت څخه وفساد ، او له حکمت څخه و عبث او لغوې ته خروج کوې هغه د شرېعت مسله او ددېن برخه نده ، که څه هم د تاوېل له لارې هغه مسلې څوک په شرېعت کښې وشمېرې . لدې وضاحت څخه په ډېره اسانه سره موږ د شرېعت له نګاه څخه د جاېز او ناجاېز په اړه ېو مېزان او تله قاېمولاې شو . بل ځاې فرماېې : د شرېعت غرا محمدې نه د الله تعالې مقصد د خلکو تر منځ د عدل او انصاف قېام دې . په کومه طرېقه چې دا مقصد ترلاسه کېداې شې هغه دېن دې هغه ددېن نه بېل نه شمېرل کېږې . ددېن د حکمت او مصالحو په اړه امام ابوزهره فرماېې : د اسلامې قانون او فقې اساس په ټولو احکامو او مندرجاتو کښې دامت او ملت پر مصلحتونو باندې دې . په هر هغه عمل او اقدام کښې چې د امت مصلحتونه نغښتې وې شرعې دلاېل دهغو دشتون په کلکه غوښتنه کوې ، او هغه څه چې دامت او ملت په حق کښې مضر وې هغه د شرېعت په دلاېلو کښې په کلکه غندل کېږې . په ېو بل ځاې کې امام موصوف واېې چې هېڅ ېو شرېعت داسې حکم ندې راوړې چې په هغه کښې دې د خلکو لپاره ښېګړه او مصلحت نوې نغښتې . اخر هغه مصالح څه دې چې شرېعت او دېن هغه خپل اساس ګرځولې دې ددې مصالحو تعېن څرنګه کېدلاې شې ددې په هکله نومړې امام فرماېې : هغه مصلحت چې شرېعت د خپلو دېنې احکامو لپاره اساس ګرځولې دې هغه د شرېعت له مقاصدو سره سمون خورې . او دشرېعت مقاصد دپنځو شېانو حفاظت دې هغه پنځه شېان دادې لومړې ـ انسانې ژوند دوهم ـ انسانې عقل درېم ـ انسانې مال څلورم ـ انسانې نسل پنځم ـ انسانې عزت همدا هغه مصالح دې چې دشرعې احکامو او اوامرو اساس دې بعېنه د نواهې وو اساس د همدې پنځو مصالحو په مخالفت او عکس کښې دې . د همدې پنځونکاتو په اړه امام فرماېې : ټول ملتونه ددې پنځو څېزونو پر ژغورنې متفق دې . او ددې پر حفاظت مصر دې او همدارنګه انسانې ټولنه پر دې متفقه ده چې د انسانې ټولنې وجود ددې پنځو شېانو پر تحفظ باندې قاېم دې . حضرت امام غزالې رح فرماېې : چې دا پنځه شېان په هېڅ ملت کښې جاېز ندې ګڼل شوې بلکه دا محترم شمېرل شوې دې . همدې له حکمت او مصلحته ډک دېن د ژوند دتعمېر او ترقې په هره برخه کښې انسان ته په سراحت او اشاره وېنا کوې هغه که اخلاقې پرمختګ وې او ېا مادې وړاندې تګ . واعدو الهم ماستطعتم من قوت (او دهغوې لپاره څومره چې مو وس کېږې قوت چمتو کړې ) پدې کښې له قوت نه هر مادې او معنوې قوت مراد دې چې بندګانو ته ېې د ترلاسه کولو حکم شوې دې . اقتصاد د اوس زمان هغه ستر قوت دې چې سترګې ورنه پټول ناشونې دې ، اسلام د اقتصاد او اقتصادې کړنې لورې ته خپل پېروان په بېسارې ډول هڅولې دې چې بېلګې ېې ځاې پرځاې په قرآن او حدېث کښې تر سترګو کېږې . له حضرت عاېشې نه ېو حدېث رواېت دې چې نبې ع فرماېې چې ستاسې په لاس کښې نېالګې وې او تاسې وېنې چې قېامت قاېم شو نو که دومره فرصت وې چې تاسې دا نېالګې نال کړې نو هم داسې وکړې . په قران کښې د جمعې د ورځې په اړه حکم دې (واذا نودېه ...) ېعنې چې کله د جمعې ازان واورې تاسو بېعه ودروې او د الله ذکر لمانځه ته ولاړ شې او چې فارغ شې تېت شې او دالله فضل ولټوې ، لدې نه معلومه شوه چې د مادې قوت د ترلاسه کولو او دخپل قوت خرېد د زېاتولو لپاره اسلام د ورځې له پېل نه سپارښتنه کوې ولې د لمانځه لپاره دېو محدود وخت لپاره باېد تاسې لمانځه ته ولاړشې او چې کله فارغ شې بېرته خپل روزګار ته مخه کړې لمونځ د جمعې هم د خپل روحانې تسکېن سبب دې او هم دچاپېرېال، هېواد او نړې له حالاتو دځان خبرولو ېوه زرېعه ده . لدې سره د انسانې د شخصې ګټې تر څنګ د اجتماعې ګټو فکر هم وده کوې . داقتصاد اساس چې پر کوم شې ولاړ دې ېعنې د ساېنس او ټېکنالوجې د ژورتحقېق او څېړنوپه مټ د صنعتې انقلاب له لارې دمالېاتې زبر ځواک تشکېل ته هم قران اشارې کړې دې لکه چې فرماېې : ( افلا ېنظرون الابل کېف خلقت ....الااخره) هسې عبث کتل په اسلام کښې منع دې اوښ ته له کتلو نه مراد علم الحېوان دې اسمان ته له کتلو مقصد علم نجوم دې له ځمکې او غرونو نه دکتلو موخه علم جغرافېه ده . او موږ پوهېږو چې اوسنې ساېنسې ترقې د همدې علومو له ژور تحقېق او ازموېنو نه لاس ته راغلې ده . په اقتصاد کښې د ښځو ونډه د اسلام د جامع اوصولو له مخې په بېسارې ډول اړېنه بلل کېږې . زکوات ، حج او نور مالې عبادتونه پر ښځو هم فرض دې او دا هله ممکن وې چې ښځه مال ولرې او دمال د حصول لپاره علم تجارت او کسب تجارت ضرورې دې . د مېراث دحصول او مالې واجباتو د اداېګې لپاره علم رېاضې فرض ده(دښځو دځانګړو ورځو حساب لکه حېض او نفاس هم له رېاضې سره تړاو لرې ) د امام غزالې په نظر علم طب هم پر نر او ښځه فرض ده همدا رنګه دخېاطې علم فرض ده د سترعورت لپاره ضرورې ده . علم زراعت فرض ده چې له دې سره انسانې رزق تړلې ده . انسان ته الله تعالې د مځکې خلافت بخښلې دې پدې کښې د ښځو لپاره هم حکم دې لنډه داچې همدا قران د نر او ښځې دواړو لپاره نازل شوې دې . په اسلام کښې تنګ نظرې هغه وباده چې د انسانېت د تشکېل او ودې ټولې هڅې او داسلام د اجتماعې ژوند ټول تصور له منځه وړې ، د ښځو د اجتماعې ژوند د هڅو دشنډولو لپاره هر سړې دا اېات په ژبه تکراروې (وقرن فې بېوتکن) ولې دا لوې جهالت دې چې لدې نه دا مقصد واخستل شې چې ښځې دې پر کورونو کښېنې او ېواځې دې پخلې کوې . نه له قرن نه مراد په کور کښې داېمې سکونت ده چې ښځه دې دچاردېوالې بندېوانه شې او نه له بېت نه هروخت کور مراد دې . قرن لکه له لفظه چې ښکارې قرار نېولو او استقرار ته واېې او ښځو ته دا حکم دې چې په بېت کښې اسقرار ونېسې معنې محل د قرار ، سکون او استوګنې باېد ستاسې کور واوسې نه داچې تاسې باېد له کوره راونه وځې . که داسې واې بېا به ېې دقرن پر ځاې وتسکن لفظ استعمال کړې واې . هر انسان دې ته ضرورت لرې چې کور ولرې او دارام حاصلولو لپاره کور ته ولاړ شې او هلته قرار ونېسې او ښځې هم باېد همداسې وکړې . او هم داسې ممکن دې چې له بېت نه مقصد مطلق استوګنځې مراد نوې هغه چې درلودل ېې دهر انسان بنېادې حق ګڼل کېږې ولې چې کعبې ته بېت الله وېل شوې دې هلته هم له بېت نه کور مقصد ندې که له بېت نه چاردېوالې معنې نشې اخستل کېداې که واخستل شې نو بېا خو خداې ته مکان او جسم ثابت شو او دا په اتفاق سره کفر دې . ښځې اجتماعې خدماتو ته نه پرېښودل او دا بهانه کول چې لدې څخه بېحېاېې پېښېږې اېله ددېن په اصولو ملنډې او پر مسلمان نر او ښځې بېځاېه تهمت او بدګمانې ده چې په اسلام کښې حرام دې .
اسلام
دلاري آداب ليكنه: زاهد جلالی
د ليکنې ادامه صحیح البخاري اوفضل الباري شرحه: په پښتو ژبه مکمل اودخپل ډول لومړنۍ شرح
محترمووروڼو په دي برخه کښي دبسم الله شريف اودبخاري دکتاب داول باب دترجمة الباب دالفاظوتفسيراوعلمي تحقيق درته کوم ،دلفظي ترجمې ترپیل دمخه داخبردرته کوم چي امام بخاري دخپل کتاب ابتداء دوحي په باب سره ځکه کړيده چي وحي مبدء اوسرچينه دټول شريعت اودقران کريم او د نبوي احاديثو ده
بسم الله الرحمن الرحيم باب کيف کان بدء الوحي .الخ ـــ
لفظي ترجمه : ( بِسْمِ ) خاص په نامه ، يا خاص په نامه سره ( اَللهِ ) دخداي پاک ( الرَحْمَنِ ) ډيرمهربانه په دنياکښي پرهرچاباندي، که کافروي که مسلمان وي ( الرَّحِيْمِ ) ډيرمهربانه په اخرت کښي خاص پرمومنانو، شروع کوم ياتصنيف کوم � يعني زه چي په دغه تصنيف کښي شروع کوم اوياداتصنيف چي زه کوم نوداپه داسي حال کښی کوم چي خاص په برکت د نامه سره دهغه الله چي رحمن اورحيم دئ مستعين اوکومک غوښتونکئ يم .
تنبيه : پوسه چي په عامو کتابوکښي کوم چي په پښتوسره ترجمه سويدي دبسم الله ترجمه په دي ډول سويې ده ، شروع کوم په نامه دالله پاک چي رحمن اورحيم دئ . مګردغه ترجمه مناسبه نه ده اصلي ترجمه هغه ده کومه چي مادرته وکړه ، ددي يوعلت دادئ چي دشروع کوم لفظ دبسم الله دمتعلق معني ده اومتعلق دبسم الله په اتفاق سره لپاره دافادي داختصاص لکه چي تفصيل بي وروسته راسي له بسم الله څخه وروسته مقدرکړکيږي .
علمي تحقيقات اومباحث : پوسه چي دبسم الله په ارتباط په ډيرو کتابو کښي بيان سويدئ اوموږهم په تفسيرفضل الرحيم کښي دبسم الله ډيرمفصل بيان کړيدئ خودتيمن اودتبرک په خاطريوڅو مهمي خبري دلته ذکر کوم کومي چي په مذکور تفسيرکښي هم مانه دي بيان کړي.
اوله خبره داده چي متعلق دبسم الله الرحمن الرحيم په اتفاق دعلماوومقدراومؤخردئ اوداپه سبب ددووشيانو . اول شي دادئ چي دجاهليت په زمانه کښي اودارنګه داسلام په ابتدائې دورکښي ترهغه پوري چي دعربومشرکانووجودرلودئ چي به کله مشرکانوپه يو کارکښي شروع کوله نودبتانوپه نومو سره بي تبرک اوتيمن حاصلوئ اوداسي بي مثلاً ويل ،بسم اللات والعزي نشرع، يعني خاص په نامه دلات اودعزي بت موږشروع کوو يعني په فلان کار کښي نودوۍ به دمذکوره جاراومجرور متعلق کوم چي نشرع دئ وروسته ذکرکاوه نوڅرنګه چي بسم الله شريف ددوۍ ددغه ذکرسوي قول په مقابل کښي ده نو په دي وجه بايد دبسم الله متعلق له بسم الله څخه وروسته وي . دوهم شي دادئ چي په نحوه کښي داقانون دئ چي دهرشي چي حق تقديم او دمخه کول وي اوته يې وروسته کړي اويايې حق وروسته کول وي اوته يې له مخه کړي نودافايده کونکي دحصراواختصاص دئ نوڅرنګه چي دلته حصراواختصاص مقصوددئ نو بايد متعلق دبسم الله کوم چي دلته ابتدء يااصنف دئ چي په پښتو معني يې شروع کوم يا تصنيف کوم د ئ مؤخر او وروسته ورسره لحاظ کړسي ددي دپاره چي حصر اواختصاص فايده کړي په اسانه ډول بايدداسي درته ووايم چي که مثلاً دشروع کوم لفظ دبسم الله په سرکښي په ترجمه کښي دبسم الله وويل سي نومعني په دي ډول کيږي چي شروع کوم په نام دالله پاک اوداسي نه ويل کيږي چي خاص په نامه دالله پاک ، اوکه دشروع کوم لفظ دبسم الله دترجمي په اخير کښي راوړل سي نومعني په دي ډول کيږي خاص په نامه دالله چي رحمن اورحيم دئ شروع کوم .
دوهمه خبرداده چي دغه حصراوخاصوالئ چي دبسم الله دمتعلق له وروسته کولو څخه پيداسويدئ په دري قسمه دئ : اول حصرقلب . دوهم حصرافراد . دريم حصرتعيين .
تفصيل ددي خبري دادئ چي په نسبت ودهريه کافرانو ته کوم چي دالله جل جلاله له وجودڅخه منکر دي اودټولوحوادثودپيدايښت نسبت ودهرته کوي حصرقلب راځي
ځکه چي دوۍ تبرک اوتيمن ددهراودزماني په نامه کښي حصرکاوه اوپه بسم الله کښي ددغه حصرقلب اورا اړول سويدي چي حصردحاصلولو دبرکت دخداي جل جلاله په نامه کښي راغلئ دئ ، اوپه نسبت و مشرکانوته په بسم الله کښي حصرافرادراغلئ دئ ځکه چي مشرکانو دتبرک حاصلول هم په نومودبتانوسره کاوه اوهم په نامه دالله جل جلاله سره ، په بسم الله کښي دغه اشتراک رد کړسوي دئ اوتبرک حاصول دالله جل جلاله په مبارکو نومو پوري خاص کړسويدئ ، اودارنګه په بسم الله کښي حصرتعيين راغلئ دئ خوپه نسبت ولاادريه کافرانوته کوم چي يوه کافره ډله وه اوپه تيروقرنوکښي يې وجوددرلودئ اواوس دغه ډله وجودنلري او مذهب اومسلک ددوۍپه هرشي کښي شک اوترددوو دمثال په ډول چي ورته وبه دي ويل چي دقيامت ورځ حقه ده اوکه څنګه نوبې درته وويل چي موږ نه يوخبر چي ايا دغه ورځ سته اوکه نسته ، دارنګه چي به تاورته وويل چي په يوکار کښي چي يوسړي شروع کوي نوده کارپه سر کښي به دبرکت حاصلولو دپاره دخداي نوم ذکر کوي اوکه دبت ياددهرنوم ؟ نودوۍ به درته وويل چي موږ نه يو خبر ، نوپه بسم الله کښي چي حصر دتبرک حاصلولو دالله پاک په نامه کښي ثابت سو نوپه دي وجه دمتبرک به تعيين وکړسو نو ځکه په بسم الله کښي حصرتعيين راغلئ دئ .
دريمه خبره داده چي دالله دلفظ معني خو دسهولت په وجه په عام ډول داسي کيږي چي ، اَلله ، يعني خداي پاک ، خواصلي علمي معني يې په دي ډول ده چي ، الله ،يعني هغه ذات چي په خارج کښي موجوددئ او واجب الوجوددئ ، يعني وجوديې ضروردئ اوپه هيڅ وخت کښي نيستي سوئ نه دئ اونه نيستي کيږي ،او موصوف دئ په ټولوکاملوصفتوسره اوپاک دئ له ټولو نقصاناتوڅخه. اودرحمن اودرحيم په معني کښي مختلف قولونه راغلي دي خو مشهوره اوبهتره معني يې هغه ده کومه چي مادرته ذکرکړله . څلورمه خبر داده چي دبسم الله الرحمن الرحيم په شان کښي داسي حديث راغلئ دئ چی
(کل امر ذي بال لايبدء فيه بذکرالله ،وببسم الله الرحمن الرحيم فهواقطع . رواه الحافظ عبدالقادر في اربعينه . يعني هرکارچي خاونددشرف وي چي شروع ونه کړه سي په ده کښي په داسي حال کښي چي شروع کونکئ ددغه کار مستعين وي په ذکردالله پاک سره اوپه بسم الله الرحمن الرحيم سره نودغه کار ډير مقطو ع الخيره اوډيرمقطوع البرکته دئ دارنګه دحمدويلوپه باره کښي دغه مبارک حديث راغلئ دئ .
(کل کلام لايبدء فيه بحمدلله فهواجزم) رواه ابوداودوالنسائې . يعني هر کلام چي شروع ونه کړه سي په ده کښي په حمد دخداي سره نوهغه ډير مقطوع البرکته يعني ډير بي برکته دئ نو په مقتضی دحديث دحمددلته يوسوا ل پېداکېږې په دې ډول چې امام بخارې په خپل کتاب کښی له بسم الله څخه وروسته حمد ندۍ راوړۍ اومخالفت دحدېث دحمديې کړې دۍ ددې سوال دبخاری شارحېنو خوراډير جوابونه کړي دي چي ذکرکول يې ډيرفائده مندنه ښکاره کيږي خودهغوۍ له جملي څخه يومهم جواب درته ذکرکوم کوم چي شيخ انورپه فيض الباري کښي ذکرکړئ دئ هغه دادئ چي حديث دحمداودبسم الله په حقيقت کښي يوحديث دئ خوصرف په رواياتوکښي دالفاظوبدلون راغلئ دئ مقصودله دواړو حديثوڅخه دامرذي بال په سرکښي دالله جل جلاله نوم ذکرکول اودالله جل جلاله دکاملوصفتو اظهارکول دي نودبسم الله په ويلو سره دغه مقصودحاصليږي اودحمدوويلوته په مستقل ډول سره ضرورت نه پاته کيږي
لفظي ترجمه : باب) باب ددي ، يعني دغه باب په بيان کښي ددي دئ ( کيف ) چي څرنګه ( کَان ) وو ( بدء ) شروع کيدل ،اغازاوپيل کيدل (الوَحْي ) دوحي( الي ) و ( رسول ) رسول ته ( الله ) دخداي پاک ( صلي ) رحمت دي نازل کړي ( الله ) خداي پاک ( عليه) پرده باندي ( و ) او (سلم )سالم دي لري خداي پاک ، يعني رسول مطلب داچي دين اوامت دده دي خداي پاک سالم لري اويايې داسي معني وکړه چي سلامتيا دي نازله کړي الله پاک يعني پرده باندي مرادداچي پردين اوپرامت دده باندي دي خداي پاک سلامتيا نازله کړي .
توضيح . په دغه مذکوره عبارت کښي امام بخاري رحمه الله داسي فرمايلي دي چي دا باب د دي دئ چي څرنګه وو، پرڅه کيفيت باندي ؤ شروع کيدل دوحي دالله جل جلاله له طرف څخه ورسول صلي الله عليه وسلم ته . (وَ) او(قَوْلِ ) ددي قول ، يعني اودارنګه داباب ددي قول (اللهِ) دالله دي (عزّ)چي غالب دئ دَيْ ، يعني الله پاک پرهرڅه باندي (و) او (جَل ) چي لوۍدئ دَيْ، يعني الله پاک (اِنا)بيشکه موږ (اَوْحَيْ ) وحي کړيده (نَا) موږ (اِلَيْ) و (کَ) تاته (کَ) په مثل (مَا) ددي (اَوْحَي)چي وحي کړيوه)( ْنَا) موږ (اِلَي) و ( نُوْحٍ ) نوح ته (وَ) او (النبِييْنَ)وهغونبيانوته (مِنْ) چي له ،يعني چي وو له ( بَعْدِ) وروسته څخه (هِ) دده، يعني دنوح . / النساء/۱۶۲
توضيح : يعني لکه څرنګه چي داباب دکيفيت دپيل کيدودوحي دئ ورسول عليه السلام ته دارنګه دغه باب دذکرکولو ددي قول دخداي پاک هم دئ چي دسورت النساء (۱۶۲) مبارک ايت دئ ، پوسه چي مذکورايت دلته ټول مذکور ندئ دټول ايت ترجمه داده : بيشکه موږ يعني اي رسوله ، وحي کړيده موږ وتاته لکه څرنګه چي وحي کړيوه موږ ونوح ،عليه السلام، ته اووهغوټولونبيانوته کوم چي له نوح څخه وروسته ؤ او لکه څرنګه چي وحي کړيوه موږ وابراهيم ته اوواسماعيل ته اوواسحق ته اوويعقوب ته اواولاد ديعقوب ته اووعيسي ته اووايوب ته اوويونس ته اووهارون ته اووسليمان ته (عليهم السلام)اولکه څرنګه چي ورکړيووموږوداؤد ته زبور .
علمي بحث اوتفصيل : پوسه چي د(باب) لفظ په اصل کښي ( بَوَبٌ) وو په زوردباءاودواوسره بياواو په الف بدل سويدئ په وجه ددغه صرفي قانون چي هرواوچي حرکت لري اوماقبل دده مفتوح وي نوهغه واو به په الف بدليږي دغه لفظ غالباً دابواب په لفظ سره جمعه کيږي ،اوکله يې جمع اَبْوِبَة هم راځي اوله دغي مادي څخه دبابة اودَباباتٌ لفظونه هم راغلي دي کوم چي ومخ اوومخانوته ويل کيږي اودبابة لفظ په معني دخصلت هم راغلئ دئ ، همدارنګه پوسه چي دلته دري لفظونه دي ، اول دباب لفظ ، دوهم دکتاب لفظ ، دريم دفصل لفظ، دباب لفظ په اصلي لغت کښي ودروازي ته ويل کيږي بيادغه لفظ کله کله دنوع په معني هم راځي اودمصنفينو په اصطلاح کښي دباب لفظ دهغومسئلونوم دئ کوم چي په نوع کښي سره ګډي وي لکه مثلاً مسائلي داوداسه اودکتاب لفظ دهغوټولو مسئلو نوم دئ کوم چي په کتاب کښي له ابتداء څخه بياترپايه پور راغلي وي کومي چي په خپل منځ کښي په جنس کښي سره مختلفي دي ، اودفصل لفظ دهغومسئلونوم دئ چي په صنف کښي سره ګډي وي لکه دمثال په ډول داوداسه په باب کښي دمسح مربوطي مسئلي ، دلته دباب لفظ په اصطلاحي معني سره مراددئ، همدارنګه پوسه چي دلته دباب په لفظ کښي دري احتمالونه دي اول داچي موقوف يعني په سکون سره ددوهمي باء وويل سي پردغه تقديرابتداء دکلام د(کيف) له لفظ څخه کيږي ، دوهم احتمال دادي چي دباب لفظ مرفوع وويل کړسي ، په دي کښي بيا دوه احتماله دي اول احتمال دادئ چي مرفوع سي سره له تنوينه دوهم احتمال دادئ چي مرفوع سي بي له تنوينه او مابعدجملي ته مضاف سي ، پراول احتمال باندي دباب لفظ مبدل منه ده او(کيف کان الي اخيره)ورڅخه بدل دئ او دغه مبدل منه سر ه له بدله خبردئ دمحذوفي مبتداء لپاره چي لفظ دهذا دئ او يا دبابٌ لفظ موصوف دئ اود(مضمونه) لفظ له باب څخه وروسته مقدر دئ اومبتداء دئ او(کيف کان ...الخ) يې خبردئ مبتداء سره له خبري صفت دئ دبابٌ مجموع بيا خبردئ دهذامقدر، اوپردوهم احتمال باندي دباب لفظ مضاف دئ او(کيف کان .. الخ ) يې مضاف اليه دي اومضاف سره له مضاف اليه خبردهذامقدردئ .
(کيف) پوسه چي لفظ دکيف داسي اسم دئ چي په اصل کښي متضمن دئ معني لره دهمزه داستفهام ځکه چي دکيف په لفظ سره سوال کيږي له حال څخه ديوشي اواستعمال يې په کلام دعربوکښي پردووطريقوباندي راغلئ دئ، اوله طريقه داده چي متضمن وي معني دشرط لره لکه په دي قول کښي، کيف تصنع اصنع ، يعني څرنګه چي ته کوي نوزه هم هغه ډول کوم ، اودوهمه طريقه داده چي متضمن سي معني لره دهمزه داستفهام پردغه تقديرباندي بيا دوه احتماله راځي ، اول احتمال دادئ چي دغه استفهامي معني په حقيقي ډول ورڅخه مراده وي لکه په دي قول کښي چي ، کيف انت، يعني څنګه يې ته ، دوهم، احتمال دادئ چي مرادله دغه استفهام څخه انکار اوتعجب وي لکه په دي قول کښي ، کيف تکذب وانت عالم يعني څرنګه دروغ وايې ته حال دا چي ته عالِم هم يې .
(کان) پوسه چي دغه لفظ په دري ډوله مستعمل سويدئ اول فعل ناقص چي پردغه تقديريې په پښتوکښي معني په ،ؤ، سره کيږي دوهم فعل تام په معني دوجداوثبت دريم فعل ناقص په معني دصارَ يعني ګرځيدلئ دئ، بناپراول استعمال چي هغه د کان دلفظ حقيقي استعمال دئ دغه لفظ دلالت کوي پرثبوت باندي دخبري خپلي واسم خپل ته په ماضي زمانه کښي بي له اشاري ودي ته چي دغه خبرپه حالي زمانه کښي هم ثبوت لري اوکه يې نلري دلته په همدغه حقيقي استعمال باندي بنادئ .
(بَدء) پوسه چي په بخاري شريف کښي اختلاف دنسخو بيخي ډيرراځي چي لفظ دباب اولفظ دبدء يې اولني دوه مثالونه دي ځکه چي په ځينو نسخوکښي دبخاري شريف لفظ دباب نسته له بسم الله څخه وروسته اول لفظ دکيف کان راغلئ دئ ،اوپه اکثرونسخوکښي بيا لفظ دباب موجوددئ ، اودارنګه په ځينو نسخوکښي دبخاري شريف دبدء لفظ راغلئ دئ کوم چي په معني دشروع دئ لکه دلته اوپه ځينونسخو کښي دابتداء لفظ راغلئ دئ چي هغه هم په معني دشروع دئ اوپه ځينونسخوکښي دُبدوّ لفظ راغلئ دئ کوم چي په معني دظهوردئ يعني ښکاره کيدل .
(الوحي) پوسه چي دوحي لفظ په اصل اوپه لغت کښي ډيري معني وي لري چي تفصيل يې په دي شرحه دئ .
۱ ــ الاعلام في خفاء ،يعني پوه کول ديوچا په خفيه اوپه پټه کښيٍ ۲ ـــ الاشارة السريعة ، يعني اشاره تيزه يعني ويوشي ته په تيزي اوپه سرعت سره اشاره کول . ۳ـــ کتابت، يعني ليکنه کول ۴ ـــ رسالت،يعني پيغام.۵ــ الهام . ۶ــ کلام خفي .
اوپه شريعت کښي علماوو دوحي شرعي معني په مختلفوتعبيروسره بيان کړيده. ۱ـــ الاعلام بالشرائع ،يعني پوه کول دالله جل جلاله نبي اورسول خپل لره په شرعي احکامو۲ـــ کلام الله المنزل علي نبي من انبيائه ، يعني وحي کلام د الله جل جلاله دئ چي نازل کړسوئ وي پريوه نبي باندي له انبیاوودده . ۳ـــ اعلا م الله نبيامن انبيائه بشئ اما بکتاب اوبرسالة ملک اومنام اوالهام ، يعنی پوه کول دالله جل جلاله نبي خپله لره په يوشي يا په واسطه دکتا ب اويا په واسطه دورليږلو دفرشتي اويا په واسطه دخوب اوياپه واسطه دالهام .
دوحي تقسيم . پوسه چي کومه وحي چي دالله جل جلاله له طرفه وي هغه پردوه قسمه ده اول قسم وحي دنبوت ده چي وحي شرعي هم ورته ويله کيږي ، دوهم قسم وحي دغيردنبوت دئ کوم چي وحي لغوي هم ورته ويله کيږي بيا دغه دوهم قسم پردري قسمه دئ، اول وحي فطري دئ دوهم وحي ايجادي دئ ،اودريم قسم وحي عرفاني دئ ، وحي فطري وحيوانانوته هم له الهي لوري څخه ثابته ده لکه الله جل جلاله چي فرمايلي دي (واوحينا الي النحل .. الاية) يعني اووحي کړيده موږ ومچمچيودعسلوته ، اووحي ايجادي بيا ترذوي العقولوپوري خاص ده عام له دي که مومنان وي اوکه کافران وي، وحي ايجادي ودي ته ويله کيږي چي يوڅوک مثلاً ديوشي په جوړولوکښي ياپه بل عبارت ديوکارپه کولو کښي فکراوسوچ ته دوام ورکړي چي دغه شي به په څه طريقه سره جوړکړم يا ودغه کارته به څنګه نقشه برابره کړم نو اخيرالله پاک دده په ذهن کښي دهغه شي دجوړولو يا دهغه کار دکولو نقشه ورواچوي
دمثال په ډول اول وار چي په دنياکښي دموټراوتياري اختراع اوايجاد کوم چا کړيدئ نوهغه ددغودووشيانو دايجادولو په باره کښي تدبر اوتأمل کاوه چي په نتيجه کښي ددي اخرالله جل جلاله دموټر اودتياري دجوړولو نقشه په ذهن کښي ورواچوله ددغه قسم وحي اثبات ځينوعلماووپه دي قول دخداي پاک سره کړيدئ ( کلا نمدهؤلاء وهؤلاء من عطاء ربک وماکان عطاء ربک محظورا .،اووحي عرفاني وهغه الهام ته ويل کيږي کوم چي دالله جل جلاله ل طرفه واولياء کرامو ته کيږي دغه قسم وحي په امثالوسره ددغه قول دخداي پاک ثابته ده چي (واوحيناالي ام موسي ... الاية ) .
دوحي شرعي قسمونه . پوسه چي په بيان کښي داقسامو دوحي شرعي علماوو مختلف تعبيرونه کړيدي چي تفصيل يې په دي شرحه دئ .
امام حليمي ذکر کړيدي چي دشرعي وحي څلويښت قسمونه دي کوم چي څلويښتم قسم يې خوب ليدل دنبي دي دده ددغه قول مأخذ هغه مبارک حديث دئ چي امام بخاري يې له حضرت ابوهريره رضي الله تعالي عنه څخه دبخاري په کتاب التعبير کښي چي رسو ل الله صلي الله عليه وسلم ( روياالمومن جز من ستة واربعين جزءًا من النبوة) يعني خوب ليدل د مومن يو جزده له شپږڅلويښتواجزاوو څخه دنبوت .
دوهم : امام سهيلي په الروض الانف کښي ټول قسمونه دوحي اوه بللي دي او داداکثرو شارحينو نظردئ چي بيان ددغو اوو قسموپه دي ډول دئ ، اول خوب ليدل دنبي ، پردي مسئله باندي اتفاق د ئ چي خوب ليدل دنبي شرعي وحي ده حضرت ابراهيم عليه السلام دخوب دليدلو په وجه د خپل ځوي پر ذبحه کولوباندي اقدام وکړ همداسبب دئ چي علماوو فرمايلي دي چي دنبي په حيات کښي که نبي ويده واۍ نو داروانه ووچي يوڅوک دَي له خوب څخه راويښ کړي ځکه چي دده دخوب په وخت کښي ددي احتمال وو چي په خوب کښي به وده ته وحي کړه کيږي . دوهم قسم وحي القاء في القلب ده يعني که به چيري دنبي پرزړه باندي کوم شي واردسو نوهغه به شرعي وحي وه اوکه چيري دنبي علي السلام دامتي پرزړه باندي کوم چي ولي وي يوشي وارد سي نووهغه ته کشف ويل کيږي ددغه قسم وحي اودکشف فرق دادئ چي کشف دولۍ پرزړه باند ي وارديږي اودصواب اودخطاء ددواړو احتمال لري او وحي دنبي پرزړه باندي وارديږي اواحتمال دخطانلري . دريم قسم وحي من وراءالحجاب ده لکه الله پاک چي له حضرت موسي عليه السلا م سره دطور په غره کښي من وراءالحجاب خبري وکړي ، اويا لکه چي دمعراج په شپه يې له رسول عليه السلام سره خبري وکړ ي اويالکه چي په خوب کښي الله پاک له نبي عليه االسلام سره خبري کړيدي لکه چي دترمذی شريف په يوه حديث کښي راغلي دي . (اني قمتُ من الليل فتوضأت وصليتُ ماقُدرلي فنعسُت في صلاتي حتي استثقلتُ فأذاانا بربي تبارک وتعالي في احسن صورة فقال: يامحمد، قلتُ لبيک رب ، قال فيم يختصم الملأالأعلي؟ .. څلوم قسم دوحي داده چي ملک اوفرشته په خپل اصلي شکل کښي ونبي ته راسي او الهي کلام ورته ووايې. پنځم قسم دادئ چي ملک به دانسان په شکل کښي ونبي ته راغلئ اوالهي کلام بي ورته ووايه . شپږم قسم هغه وحي وه چي دصلصلة الجرس په مثل به ونبي عليه السلام ته وسوه کومه چي تفصيل بي په وروسته کښي انشاءالله راسي. اوم وحي په واسطه داسرافيل عليه السلام ده .
د ليکنې ادامه |





